د کابل ښار د دشتبرچي سیمې د فروشګاه تمځای یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې سیمه کې پر نشهيي توکو اخته کسان ډېر شوي دي. دوی سلاموطندار ته ویلي چې روږدي کسان دغلته تر مروارید پله لاندې را ټولېږي او د سیمې اوسېدونکي یې له غلاوو او ځورونو تر پوزې راغلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فروشګاه تمځای اوسېدونکی بسمالله وايي، په یاده سیمه کې پر نشهيي توکو د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او خلک یې په تنګ کړي دي. هغه زیاتوي: «په دې سیمه کې درې-څلور پلونه دي چې په ټولو کې نشهيان را ټول شوي او له سهار تر ماښامه یې دودوي. موږ ډېر په تنګ یوو، نه د شپې ارامه یوو او نه د ورځې. تر پله لاندې ځای له نشهيانو ډک دی. له هغې ورځې یې چې پلسوخته تړلی، پر نشهيي توکو اخته کسان ډېر شوي او ښځې هم پهکې دي.»
په یاده سیمه کې یو هټۍوال دینمحمد وايي چې تر مروارید پله لاندې له یونیم سلو ډېر نشهيان شته او ورځ تر بلې زیاتوالی به یې دغه پل هم په پلسوخته بدل کړي. نوموړی زیاتوي: «همدا اوس دغه پل په پلسوخته بدل شوی. موږ هره ورځ دغه کسان دباندې شړو؛ که یې را ونه باسو، ډېر به زیات شي، خو بیا هم راځي. له سهار څخه د غرمې تر دولسو ډېر وي او له ماسپښین وروسته یې شمېر بیا زیاتېږي.»
د فروشګاه تمځای اوسېدونکې سارا وايي، پر نشهيي توکو اخته کسان چې ډېری یې ځوانان دي، څو ځله یې انګړ ته ورغلي او وسایل یې ترې وړي دي. هغه زیاتوي: «موږ له دغو کسانو ډېر په تنګ یوو. زموږ بایسیکل یې د انګړ له منځه یووړ. کله چې انګړ ته ننوځي، هر څه چې په لاس ورغلل، وړي یې. بلهخوا خپلو ماشومانو ته اندېښمن یوو چې هغوی پر نشهيي توکو اخته نهشي.»
د دې سیمې یو بل اوسېدونکی عليمحمد بیا وايي: «پولیس کله کله راځي او دوی پسې اخلي، خو تر اوسه ورسره پرېکنده چلن نهدی شوی او د ټولولو لپاره یې هېڅ ګام نهدی اوچت شوی، څو دغه کسان ټول شي او خلک ارام ژوند وکړي.»
خو د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د دغه وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت به پر نشهيي توکو اخته کسان د کابل ښار له بېلابېلو برخو، په تېره دشتبرچي څخه را ټول کړي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال بسمالله حبیب سلاموطندار ته ویلي: «د نشهیانو د راټولولو لړۍ په ټول هېواد، په ځانګړې توګه کابل کې دوام لري. هر ځای چې دغه کسان ولیدل شي، له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت یې را ټولوي. موږ د هغوی د راټولولو لپاره غوڅ دریځ لرو او هر ځای چې وي، راټولوو یې.»
دا شکایتونه داسې مهال را پورته کېږي چې د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې له کابل ښار څخه زرګونه نشهيان را ټول کړي او د نشې پرېښودو د درملنې مرکزونو ته یې لېږدولي دي.