د نیمروز محلي مسوولان وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې پر نشه‌يي توکو د ۱۹۳ اخته کسانو درملنه کړې او پرون خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.

د نیمروز د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر جمعه‌خان عثماني سلام‌وطندار ته ویلي چې هڅه کوي، څو دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکو روږدي کسان را ټول او درملنه یې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه له نشه‌يي توکو له رغېدلیو کسانو غواړي چې بېرته نشه‌يي توکو ته مخه ونه کړي او د یوه روغ انسان په توګه ټولنه کې ژوند وکړي.

بله‌خوا له نشه‌يي توکو یوشمېر رغېدلي کسان وايي، د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له کبله ایران ته تللي وو او هلته پر نشه‌يي توکو اخته شول.

دوی له نورو ځوانانو هم غواړي چې هېڅکله نشې ونه‌ کړي او خپل ژوند هم تریخ نه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام