د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت ویلي چې افغانستان د روان کال لومړنیو شپږو میاشتو پر مهال د پانګونې ۳۰ طرحو په وړاندې کولو او ۱۴۹،۸ میلیونه ډالرو پانګونې سره په دغه هېواد کې له نورو بهرنیو پانګه‌والو مخکې شوی او لومړنی مقام یې خپل کړی دی.

د دغه وزارت د راپور له مخې، د تېر کال لومړنیو شپږو میاشتو پر مهال ایران کې د بهرنۍ پانګونې کچه دوه میلیارډه او ۲۰۰ میلیونه ډالره وه، خو سږ کال په‌کې ۳۸۴ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره کموالی راغلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد راپور د شمېرو پر بنسټ، افغانستان د سږ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۱۴۹،۸ میلیارډه ډالره، چین ۷۵،۵ میلیارډه، ترکیې ۴۴،۸ میلیارډه، هند ۳۳،۸ میلیارډه او متحده عربي اماراتو هم ۲۰،۹ میلیارډه ډالره پانګونې کړې چې یو پر بل پسې یې لومړی، دویم، درېیم، څلورم او پنځم مقامونه خپل کړي دي.

د ایران دولت که څه هم په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې بهرنیو پانګه‌والو ته د اوسېدو سند په ورکولو سره هغوی وهڅوي، څو په دغه هېواد کې پانګونه وکړي، خو داسې ښکاري چې دا طرحه یې هم اغېزناکه نه‌ده ثابته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ایران کې تړلی سیاسي-ټولنیز جوړښت او نړیوال بندیزونه لامل شوي چې بهرني پانګه‌وال په دغه هېواد کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام