افغانستان په ایران کې د تر ټولو ستر بهرني پانګهوال نوم خپل کړ
د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت ویلي چې افغانستان د روان کال لومړنیو شپږو میاشتو کې د ۱۴۹،۸ میلیونه ډالرو پانګونې سره دغه هېواد کې له نورو بهرنیو پانګهوالو مخکې شوی او لومړی مقام یې خپل کړی دی. د دغه وزارت په خبره، سږ کال د تېر هغه په پرتله ایران کې د بهرنۍ پانګونې کچه کې ۳۸۴ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره کموالی راغلی دی.