د روسیې ولسمشر ویلادي‌میر پوتین نوي ډيلي ته په خپل سفر کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې شوي او دواړو هېوادونو یې په اړه ګډه اعلامیه هم خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې د ویلادي‌میر پوتین له قوله لیکل شوي چې روسیه په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت ملاتړ کوي او تمه لري چې طالبان هم په دغه هېواد کې یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اعلامیې زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې د بشري حقونو، لږکیو او نورو قومونو د بشري حقونو پر ساتلو او تامین ټینګار کړی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم ویلي چې دوی د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري او تمه لري چې ژرترژره په دغه هېواد کې دایمي ثبات رامنځته شي. دواړو لوریو ټينګار کړی چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د دوام په برخه کې به یې خبرې او اړیکې دوام ومومي.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې افغانستان باید د سیمې هېوادونو پر وړاندې د کارېدو پر ځای، د سیمې د پرمختګ وسیله شي. د هند او روسیې مشرانو ویلي چې د افغانستان ارضي تمامیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې به هم لاسوهنه ونه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام