Asset 1SWN

نږدې نیم سلنه افغان ماشومان وړکتونونو ته ځي

child-243x165

افغان ماشومان په ټولنه کې هغه زیان لیدونکی پوړ دی چې په تېرو دوو لسیزو کې لا هم نه دي توانېدلي چې وړکتونونو ته لاسرسی ولري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو د عمومي وړکتونونو له مسوولانو سره «د ماشومتوب لومړنۍ دورې پراختیا» په نوم ګډه غونډه کې وویل چې بې‌وزلي او ناچاري د دې لامل شوې چې له اته میلیونه ډېرو ماشومانو له ډلې یوازې ۳۵ زره یې په خصوصي او دولتي وړکتونونو کې شامل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال غلام‌حیدر جیلاني وايي، په هېواد کې له اویا سلنې ډېر وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ډېری یې ان وړکتونونو ته د پیسو ورکولو توان هم نه لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیراحمد ته‌ینج هم وايي چې په هېواد کې د وړکتونونو په برخه کې د خلکو پر روان وضعیت پوهېږي او مني چې په دې برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.

په دې ناسته کې د عمومي وړکتونونو عمومې رییسه حوریه سردارزداه هم وايي، هڅه کوي چې د ماشومانو پر والدینو سربېره، ماشومانو ته د عامه پوهاوي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې خلکو له ماشومانو سره د یوشمېر وړکتونونو د ښوونکو له ناسم چلن څخه شکایتونه کړي دي. د دوی په وینا، سره له دې چې ډېرې پیسې ورکوي، خو بیا هم په وړکتونونو کې د خپلو ماشومانو د ډاډ او خوندیتوب احساس نه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام