Asset 1SWN

د بشري حقونو کمېسیون: د روزنتونونو ۵۸ سلنه ماشومان بې‌هویته دي

59b8ea143c290-270x152

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د هېواد په روزنتونونو کې ۵۸ سلنه ماشومان چې له پنځلس کلونو کم عمر لري، نه دي ثبت شوي.

د دغه کمېسیون د ماشومانو د حقونو ملاتړ څانګې موندنې ښيي چې دغه بې‌هویته ماشومان په ۲۵ ولایتونو کې اوسېږي.

د دغه راپور له مخې، د دغو ماشومانو ډېره برخه په هرات کې ژوند کوي. د دغه راپور موندنې د کتابتونونو د څېړنې، له اړوندو مسوولانو سره د مرکې او پر روزنتونونو د مستقیم څار له لارې ترلاسه شوې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بې‌هویته ماشومانو د پېژندنې لپاره په هرات کې پنځه روزنتونونه (د خواجه عبدالله انصار د نجونو دولتي روزنتون، د خواجه عبدالله انصار د هلکانو دولتي روزنتون، د خانه محبت خصوصي روزنتون، د امام محمد باقر خصوصي روزنتون او د کوثر خصوصي روزنتون) څارلي دي.

د بشري حقونو د ماشومانو د حقونو ملاتړ برخې موندنې ښيي چې په دغو پنځو دولتي او خصوصي روزنتونونو کې ۴۱۴ ماشومان (۳۲۳ هلکان او ۹۱ نجونې) چې له دوو تر اووه‌لسو کلونو عمر لري، اوسېږي.

په راپور کې لیکل شوي چې له دې ډلې، ۱۵۰ ماشومانو د تابعیت سندونه نه لرل او ۳۹ نورو چې ۲۹ یې هلکان او ۱۰ نجونې دي، بې‌هویته وو.

راپور زیاته کړې چې یاد شمېر ماشومان د دولتي ادارو او خلکو له لوري روزنتونونو ته بیول شوي دي.

د کمېسیون موندنې ښیي چې ۱۱ ماشومان په کابل، ۸ په بلخ، یو په غزني، یو په سمنګان، دوه په سرپل، دوه په کندهار او درې نور په ننګرهار کې پېژندل شوي چې هویت نه لري.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، سره له دې چې دغه کمېسیون په بېلابېلو ولایتونو کې د بې‌هویته او بې‌سرپرسته ماشومانو لپاره عدالت غوښتی، خو حکومت ورته پام نه دی کړی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام