د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، چې یوازې تېره اوونۍ د هېواد په څلور ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي دي.

د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مسوول ذبېح‌الله فرهنګ وايي، یاد ملکیان په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د چسپکي او سړک غاړې ماین چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي.

د فرهنګ په وینا، په وژل شویو کسانو کې څلور ښځې او اته ماشومان شامل دي. هغه زیاتوي چې په یادو پېښو کې ۴۰ ملکیان چې ۴ یې ښځې او ۱۷ ماشومان دي، ټپیان شوي هم دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د یادو بریدونو عاملان طالب وسله‌واله ډله او ناپېژنده کسان دي. دغه کمېسیون د بیړني اوربند او د خبرواترو له لارې د ښکېلو لوریو ترمنځ د شته ستونزو او اختلافونو د حل غوښتنه کړې ده.

کمېسیون په هېواد کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې د جګړې پایله له وژنو او ویجاړۍ پرته چې ګټونکی هم نه لري، بل څه نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني د روژې میاشتې په را رسېدو سره په هېواد کې د اوربند غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د تلپاتې اوربند په اړه د افغانانو برحقه غوښتنه ومني. طالب ډلې تر اوسه د اوربند په اړه د ولسمشر او خلکو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام