د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د روسې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمېر کابلوف وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې طالبان د خپلو خبرو خلاف، چمتو نه دي چې د هېواد روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.
ضمیر کابلوف تازه له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په یوې ان لاین ناسته کې ویلي، طالبان له افغان حکومت سره د روان کړکېچ د هواري لپاره یوه جوړچاړي ته نږدې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د طالبانو په اړه د ضمیر کابلوف څرګندونې څېړلي او ټينګار یې کړی چې طالبانو د دوحې له هوکړې راهیسې، د تاوتریخوالي د کمولو، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول، د اوربند او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د جدي خبرو په اړه له ټولو کړو ژمنو سرغړونه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت همداراز ټينګار کړی چې د طالبانو دغه کړنه د دې ښکارندوینه کوي چې دغه ډله د خپلو څرګندونو خلاف، په عمل کې د افغانستان د سیاسي بحران د هواري لپاره چمتوالی نه لري.
دغه وزارت زیاته کړې چې افغانستان پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی او د طالبانو د ۶۰۰۰ بندیانو خوشې کېدو او د اوربند سربېره یې، پر نورو اساسي مسایلو د خبرو ټينګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، له همدې امله د افغانستان دولت دوحه کې د سولې خبرو کې د ګډون لپاره مرکچي پلاوی چمتو او د دې پروسې په ټولو پړاونو کې یې ګډون کړی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي: «د سولې خبرو د ژمنتیا لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو او د جمهوریت مرکچي پلاوي د ملاتړ لپاره دغه پلاوی دوحې ته استولی، خو له دې ټولو هڅو سره-سره تراوسه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمښت، نظامي لار نه کارول او یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره څـرک نه ښکاري.»
د پاکستاني چارواکو د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون
- د مسکو ناستې له ګډې اعلامیې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت هرکلی
- د ضمیر کابلوف د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون
په ورته مهال خبرپاڼه کې ټينګار شوی، که چېرته ضمیر کابلوف له سولهییزې لارې د جګړې ختمولو لپاره د طالبانو د ادارې په اړه کره او باوري معلومات لري، نو دغه وزارت سره دې شریک کړي، څو پر بنسټ یې د سولې په بهیر کې لا پرمختګونه ترلاسه شي.
بلخوا دغه وزارت ویلي چې له نظامي لارې سیاسي واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو مطرحه کول د مسکو، د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۵۱۳پرېکړه لیک او د طالبانو امارت د بېرته راستنېدو په اړه د نړیوالې ټولنې له مخالفت سره په ټکر کې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې ټولو سره د بهرنیو چارو وزارت د مسکو غونډې، ترویکا غونډه او د ملګروملتونو د امنیت شورا له لوري د سولې په پروسه کې له هڅو مننه کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، تمه لري چې د افغانستان نړیوال شریکان او ملګري طالبان د خپلو ژمنو پر وړاندې مسوول وګڼي او پر دوی فشار زیات کړي، څو له وینې توېدنې او تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبرو له لارې یوې سیاسي هوکړې ته غاړه کېږدي.