د غزني د مالستان ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې وسله‌والو طالبانو په دغه ولسوالي کې د خلکو شتمنۍ لوټ کړې ده.

دوی وایي، وروسته له هغې چې طالبانو دغه ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راوسته، د خلکو هټۍ یې لوټ کړې او اور یې ورته کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د مالستان دغه اوسېدونکي چې د جګړو له امله کابل ته کډه شوي زیاتوي چې طالبانو په دغه ولسوالي کې ملګیان په نښه کړي او تراوسه یې ۴۰ ملکي وګړي وژلي او نږدې ۳۰۰۰ کورنۍ په دغه ولسوالي کې د طالبانو له کبله بې‌ځایه شوي دي.

د مالستان ولسوالي اوسېدونکي چې د اعتراض په توګه یې دغه خبري غونډه جوړه کړې وه، د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره یې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له طالبانو دغه ولسوالي بېرته ونیسي او په دغه ولسوالي کې تازه دمي سرتیري ځای پر ځای او د ملکیان د وژنې مخه دې ونیسي.

په ورته مهال د غونډې یوه جوړونکې مینا نادري وایي، د طالبانو له امله په دغه ولسوالي کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دولتي خدمتونه په ټپه ولاړ دي. هغې زیاته کړه چې په اوسني کورونايي وضعیت کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او ګڼ‌شمېر کورنۍ اړ شوي چې له دغې سیمې وتښتي.



په ورته مهال د مالستان یو اوسېدونکی نادر بیا وایي، دوه زامن یې چې له دولت سره یې هېڅ اړیکه نه درلوده، وسله‌والو طالبانو وژلي دي. هغه چې اوس له خپلې کورنۍ سره کابل ته راغلی خپلې نامعلومې راتلونکې ته اندېښمن دی او وایي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

هغه وویل: «تراوسه یې ټوپک ته لاس هم نه وو کړی. ایران ته به د کار لپاره تلل. له دواړو یې درې-درې ماشومان پاتې دي، هېڅ هم نه لرم او د خدای په هیله دلته راغلي یو.»

د غزني ولایت محلي چارواکي له مودو راهیسې د امنیتي مسایلو په اړه له رسنیو سره نه غږېږي.

خو وسله‌والو طالبانو بیا ویلي چې دوی په مالستان ولسوالي کې چاته زیان نه دی اړولی او دغه تورونه یې رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام