طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په اړه د دغه هېواد له رسمي اعلان وروسته په هېواد کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار نن په کابل کې د امنیتي سکتور له مشرتابه سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم خپلو بریدونه ډېر کړي، خو په وینا یې، دا ډله به هېڅکله د جګړې له لارې خپلې موخې ته ونه رسېږي.

حمدالله محب ټینګار کوي چې د طالبانو ملاتړي دې ډلې ته دا ناسمه مشوره ورکړې چې د جګړې له لارې به واک ته ځان ورسوي. محب وايي، افغان ځواکونه د خپلو خلکو او هېواد د ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی لري او د طالبانو په ګډون، د هېواد دښمنانو ته به سخت ځواب ورکړي.

هغه په هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه یو له بل سره همغږي بولي او وايي، القاعده شبکه او داعش ډله خپل ټول ترهګریز فعالیتونه له طالبانو سره په همغږۍ پر مخ بیايي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د طالبانو د بریدونو زیاتوالی تاییدوي، خو وايي، طالبان د خپلې کمزورتیا له کبله ملکیان نښه ګرځوي.

نوموړی ټینګار کوي چې په تېر یوه کال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولې تشې ډکې شوي او د طالب ډلې د بریدونو پر وړاندې د مقابلې وړتیا لري.

یاسین ضیا زیاتوي، طالب ډلې لوګر کې د بېګاني موټربم برید تر څنګ، په هرات، تخار، کندهار او غزني کې هم بریدونه کړي چې له کبله یې ۵۰ طالب وسله‌وال او ۱۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او ټاکل شوې د سپټمبر تر یوولسمې پورې بشپړه شي، خو له طالبانو سره د سولې خبرواترو کې بیا هېڅ ډول پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام