ولسمشر محمداشرف غني نن په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پاکستان ته په خطاب کې وویل، که له افغانانو سره د سولې راتلو په برخه کې رښتینې همکاري ونه کړي، په نړیواله کچه به منزوي شي؛ ځکه په خبره یې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره ورځ تر بلې د دغه هېواد رول کمېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د جمهوریت فصل نیمګړی نه پرېږدي؛ ځکه په وینا یې، که سودا پرې وکړي، د مخکینیو ملي مشرانو اروا به یې و نه بښي.

ولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وویل چې اوس دوی وځي او موږ یې د وتلو هرکلی کوو. نوموړي د افغان ملي امنیتي ځواکونو د نړیوال ملاتړ په اړه وویل، نړیوالو د سولي او نورو تړونونو کې نه یوازې له افغان ځواکونو د لاس اخیستو خبره نه ده کړې، بلکې لا يې هم ډاډ راکړی چې درې کاله نور به يې هم ملاتړ کوي او په وینا یې، افغانان اوس د خپل هېواد او خلکو د ساتلو او دفاع وړتیا لري.

ولسمشر محمداشرف غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له افغان دولت سره د سولې پر ټغر کېني. هغه له کندهاریانو ځانګړې مننه وکړه چې د بهرنیانو د وتلو په اړه يې ډاډ ورکړی چې هېڅ به نه پېښېږي.

په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا په هېواد کې روانه جګړه پردۍ وبلله او په خبره یې، پاکستان هر کال له لسو تر شل زره ټنه د ماین جوړولو خالص مواد طالبانو ته ورکوي. د نوموړي په وینا، افغانان باید یو بل ته لاسونه ورکړي او د هر دښمن پر وړاندې کلک ودرېږي.

بله‌خوا کندهار کې د ولسمشر غونډې ته نږدې یوه چاودنه هم شوې ده.

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د ولسمشر غونډې ته نږدې د ګاز یوه ډبه چاودلې چې مرګ‌ژوبله نه لري، خو یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، یو ماین پر یوه ماشوم چې غوښتل یې له یوه ځایه یې بل ته ولېږدوي، چاودلی او دواړه پښې یې ماتې شوې دي.

ولسمشر غني کندهار ته د سفر پر مهال د مومند ۲۰۰ بستریز نړیوال روغتون هم پرانېست او هغه یې د کمال‌خان بند په څېر د ټول هېواد ویاړ وباله.

له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د چارو ادارې رییس، د کابینې یوشمېر غړي او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ملتیا کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام