د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د برید په اړه لومړنۍ پلټنې او ارزونې ښيي چې ياد بريد طالبانو کړی دی.
امرالله صالح نن پر خپله فېسبوکپاڼه ليکلي چې دا برید بې له چون او چرا د کابل پر امریکايي پوهنتون د طالبانو له بريد سره ورته والی لري چې طالبانو کړی و.
نوموړی پر کانټيننټل او ۴۰۰ بستريز روغتون بريد ته په اشارې وايي چې پر کابل پوهنتون بريد يادو بريدونو سره ورته والی لري چې طالبانو کړي وو.
صالح زياتوي، «دا قضاوت چې پر محصلانو برید د طالب کار دی زموږ د سیاسي ذهنیت خبره نه ده؛ بلکې د استخباراتي مدارکو پر بنسټ ده.»
نوموړي تېره ورځ هم وويل چې د بریدګرو کړنې د طالبانو د نوي فاتح ځواک په نوم ډلې سره سل سلنه ورته دي.
د دوشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسلهوال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې. د شمېرو له مخې، په دې بريد کې ۲۲ کسان ووژل شول او شاوخوا ۴۰ ټپيان شول؛ خو عيني شاهدان وايي، د مرګژوبلې شمېرې لوړې دي.
د ياد بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست.
د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، دا بريد طالبانو کړی دی؛ خو طالبانو بيا دا ادعا رد کړې ده.
له دې سره پر پوهنتون له بريد دوه ورځې وروسته نن بېرته درسونه پيل شول.