د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمدقاسم حلیمي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال هرات کې د یوه دیني عالم مجیب‌الرحمان انصاري پر وروستیو څرګندونو تونده نیوکه وکړه او هغه یې د طالب ډلې غلام یاد کړ.

حلیمي وویل، انصاري سره له دې چې د دولت پیسې اخلي، خو د طالبانو د نظام لپاره تبلیغ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د هرات د ګذرګاه جومات خطیب مجیب‌الرحمان انصاري تازه له طالبانو سره د مبارزې په برخه کې د اسماعیل خان د حضور په اړه ویلي چې هغه باید د طالبانو پر وړاندې جګړه ونه کړ:ي او پرېږدي چې یاده ډله اسلامي نظام جوړ کړي.



محمدقاسم حلیمي وايي، هغه دیني عالمان باید ژرترژره بندیان شي چې د دولت پر وړاندې تبلیغ کوي او له دښمن سره یوځای کېږي. هغه دولت ته په خطاب کې وايي، هغه عالم چې د هېواد د شهید جنازه نه کوي او دښمن پیاوړی کوي، باید د وهلو او ځپلو ترڅنګ، زندان ته ولېږل شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر زیاتوي، د حکومت په چوکاټ کې د طالبانو په ګټه د دیني عالمانو تبلیغ ناروا دی او باید ژرترژره له دندو ګوښه شي.

مجیب‌الرحمان انصاري تر دې مخکې هم ویلي چې افغانستان کې حکومتولي اسلامي نه ده او باید یو حقیقي اسلامي حکومت جوړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام