د ملي مصالحې عالي شورا په دوحه کې د مذاکره کوونکيو پلاويو ترمنځ د جدي بحثونو له پیله خبر ورکوي. د يادې شورا رييس عبدالله عبدالله چې نن په کابل کې د سولې، رسنۍ او مدني ټولنو په نوم یوه غونډه کې وينا کوله وويل، د دوحې د مذاکراتو لومړی پړاو چې پر کړنلاره بحث و، تېر شوی او تېره ورځ هم دواړو لوريو پر اجنډا خبرې کړې دي.

عبدالله زیاتوي چې نن هم د دواړو لوريو مذاکره کوونکيو پلاويو خپلو کې سره سلا مشورې درلودې او په پام کې ده سبا د پلاويو ترمنځ جدي بحثونه پیل شي.

له طالبانو سره د افغانسان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني د سولې، رسنۍ او مدني ټولنو په نوم غونډهې ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې لومړی پړاو تېر شو او د اجنډا د چوکاټ پر سر کار شروع شوی او د مذاکره کوونکيو ټیمونو ترمنځ بحثونه دوام لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مسوولان سولې خبرو کې د رسنیو او مدني ټولنې په رول ټینګار کوي او وايي، رسنۍ باید په دې مذاکراتو کې څنډې ته نه شي.

د نی اجرايیوي مشر مجیب خلوتګر وايي،  د دوحې مذاکراتو کې باید د افغانستان د رسنیو له لوري یو ناظر پلاوی موجود وي.

د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر هم وايي، په بین‌الافغاني خبرو کې د ښځو، د جګړې قربانیانو، د قربانیانو د کورنیو او مدني ټولنې ګډون اړین دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام