Asset 1SWN

د سولې خبرو کې پر طرزالعمل له هوکړې وروسته هم د تاوتریخوالي کچه لوړه ده

Taliban__-1-ovtburhhek87tjvs7mi84brkt5edh85467xs96pod0

 

تېرو شاوخوا ۲ میاشتو کې له کله چې د افغان دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوو قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي، د هېواد په کچه تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسېدلی دی؛ خو د بین‌الافغاني خبرو پر طرزالعمل له هوکړې وروسته تمه کېده چې د تاوتریخوالي کچه به راکمه شي چې داسې ونه‌شول.

یو شمېر هېوادوال اندېښنه ښيي، که یو پر بل بریدونه دوام وکړي، نو د سولې روانې خبرې به زیانمنې شي.

دوی د جګړې له ښکېلو غاړو د بریدونو درولو غوښتنه کوي. خو د چارو شنونکي بېل نظر لري او وايي، دغه ډول بریدونه به د سولې پر روانو خبرو منفي اغېز ونه‌کړي.

د سیاسي چارو شنوونکی یونس فکور وايي، سره له دې چې بریدونه له یوه لوري نه بلکې له دواړه لورو کېږي؛ خو تر ډېره طالبانو پورې اړه لري چې تاوتریخوالی کم او اوربند ته غاړه کېږدي.

هلمند چې تېرو دوو ورځو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له جګړې سربېره په کې، امریکايي ځواکونو هم د روانې قوس میاشتې پر۱۳مه او ۱۵مه نادعلي او ناوې ولسوالیو کې بېلابېل هوايي بریدونه کړي، له ۳۰ ډېر وسله‌وال طالبان په‌کې وژل شوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، وژل شويو طالبانو کې د دغې ډلې مهم قوماندان هم شامل دي.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، د امریکايي ځواکونو دغه هوايي بریدونه امریکا سره د دغې ډلې د شوې هوکړې خلاف دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یوه ورځ وړاندې ویلي و، افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه منلو ده او باید پر کمولو یې خبرې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام