Asset 1SWN

د دولت او طالب پلاويو عمومي غونډه؛ د تماس ډلې دې هرڅه ژر د اختلافي موضوعاتو حل‌لارې وړاندې کړي

Peace-Negotiation-Team-owxwmq4x2l6n2gxlg27fuxr7se0x80phogv8yq0m1g

 

قطر کې د افغان دولت مرکه‌چي پلاوي او طالبانو تېره ورځ ماښام خپلو کې سره عمومي غونډه کړې.

د دولت د مرکه‌چي پلاوي غړي نادر نادري ویلي، غونډه کې چې د دواړو پلاويو رییسانو معصوم ستانکزي او عبدالحکیم هم په کې ګډون درلود، پر اختلافي موضوعاتو بحث شوی.

هغه ویلي، دغه غونډه کې ټینګار شوی چې د دواړو پلاويو تماس ډلې دې هرڅه ژر اختلافي موضوعاتو ته حل لارې پيدا کړي.

قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم هم ویلي، د تماس ډلو له خبرو وروسته د مرکه‌چي ډلو ناسته کې بیا هم پر اختلافي ټکو بحثونه شوي او د دواړو ټیمونو مشرانو په ښه توګه ددغې پروسې د پرمخ بیولو په اړه سپارښتنې کړي.

هغه پر ټویټر لیکلي، چې د اختلاف حل په موخه د تماس ډلو ته دنده سپارل شوې چې بحثونو ته دوام ورکړي، څو د طرز العمل په اړه وروستۍ هوکړه وشي او بیا د اجنډا پر موضوعاتو بحث پيل شي.

له یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې د طالبانو او افغان دولت پلاوو دوحه کې خبرې پیل کړي، خو تراوسه د خبرو لپاره پر کړنلاره هوکړه نه ده شوې او پر ځینو مواردو اختلاف شته.

 

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام