Asset 1SWN

عبدالله: دوحه کې د سولې روانې خبرې هيله بښونکې دي

Abd-owm5a29kb7icdzqbjnoeozhd1z6m9ivk3jofcwc1po

 

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هند ته په خپل سفر کې وويل چې دوحه کې د سولې روانې خبرې هيله بښونکې دي.

عبدالله په ټينګار سره وايي چې سولې ته رسېدل هېڅ نظامي حل لار نه لري او په داسې حال کې چې دواړه لوري سياسي حل لار لټوي، سولې ته د رسېدو چانس ډېرېږي.

نوموړي چې نن د هند د مطالعاتو په انسټيټيوټ کې وينا کوله وويل، د سولې اوسنۍ روانې خبرې افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره يو ښه فرصت دی.

عبدالله زياتوي، اوس هغه وخت دی چې د افغانستان راتلونکی وټاکل شي، هغه راتلونکی چې سوله په‌کې وي.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله ټينګار کوي چې افغانان په دې تمه دي چې افغانستان پر يوه ولسواک او سوله‌ييز هېواد بدل شي.

نوموړی زياتوي، د سولې اوسنيو روانو خبرو کې ټينګار پر دې دی چې د خلکو حقوق په ځانګړې توګه د اقليتونو حقوق وساتل شي. عبدالله همداراز وايي، د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې او د بشر حقونه هغه مسايل دي چې د سولې خبرو کې مطرح دي او هر ګام کې پرې بحث کېږي.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس وويل، هندي چارواکي د افغانانو په رهبرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله د تاوتریخوالي لوړه کچه د اندیښنې وړ وبلله او ویې ویل چې دا د سولې په پروسه کې تر ټولو جدي مسله ده او حکومت په دې لټه کې دی چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام