Asset 1SWN

سلام وطندار

افغان سوله د باجوه او خليلزاد د خبرو اصلي محور؛ پخوانۍ تېروتنې بايد تکرار نه‌شي

Zalmai-owneq1f7b9e6yqhz9czh216nvpskq31n7isvqdtkes

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ مېلر تېره ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره لیدلي.

خلیل‌زاد تېره ورځ « پنجشنبه د تلې ۱۷مه» پاکستان ته تللی.

اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د دې کتنې په اړه یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو خواوو افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنیتي ترتیباتو، د سیمې امنیت او د افغانستان د سولې پر پروسې یې خبرې وکړې.

همداراز دواړو خواوو بین‌الافغاني خبرې افغانستان کې د سولې لپاره یو تاریخي فرصت بللی او د هغو هېوادونو د ملاتړ غوښتنه‌یې کړې چې د افغانستان له سولې سره مرسته کولای شي.

خلیلزاد تر دې وړاندې قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې خبرو کې د ولاړ حالت پای ته رسولو ته هڅولي دي.

د افغان سولې خبرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې دوحه کې پیل شوي، خو لا هم دواړه خواوې د رسمي خبرو پر کړنلارې هوکړې ته نه‌دي رسېدلې.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام