Asset 1SWN

فاریاب؛ د طالبانو په ډزو او هاوان لګېدو کې ۴ کسان وژل شوي

unnamed-4-270x153

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې د یوه طالب په ډزو کې چې چادري یې اغوستې وه او د دې ډلې له لوري د هاوان یوې مرمۍ د توغولو له کبله ۴ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند عبدالکریم یورش وايي، یوه طالب چې چادري یې اغوستې وه، پرون ماسپښین د دغه ولایت د دولت‌اباد ولسوالي په مرکز کې پر خلکو ډزې کړې دي. د نوموړي په وینا، په یاده پېښه کې یو نظامي او یو ملکي وژل شوي او ۶ ملکیان ټپیان دي.

یورش وايي، د فاریاب په شیرین‌تګاب ولسوالي کې پر یوه کور د طالبانو له لوري د توغول شوي هاوان له کبله ۲ ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام