Asset 1SWN

د چارو شنونکي: امریکا طالبانو سره پټ تړون لاسلیک کړی

52588264_401

 

داسې حال کې چې قطر کې د حکومت او طالبانو د مرکه‌چي پلاويو ترمنځ شاوخوا یوې میاشتې راهیسې بین‌الافغاني خبرې پیل شوي او لاهم د رسمي غونډو پر اجنډا او کړنلارې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

خو د چارو یو شمېر شنونکي وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون ترڅنګ، د دواړو لوريو ترمنځ بل پټ تړون هم لاسلیک شوی دی.

د امنیتي او سیاسي چارو کارپو محمود حیدري وویل، د پټ لاسلیک شوي تړون په محتوا ډېری طالبان، پاکستانیان او ټیټ‌پوړي امریکایان خبر نه دي.

خو د ده په وینا، دې تړون کې پاکستاني پوځیانو او طالبانو ته امتیازات ورکړل شوي چې راتلونکي کې به دوی امریکایانو ته خنډونه نه جوړوي او د هغوی د راتلونکيو موخو پلي کولو په برخه کې به همکاري کوي او پاکستان به د منځګړي په توګه او طالبان به د هغوی لښکر وي.

دغه‌راز پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین هم وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه ضمایم لري؛ خو هغه پټ نه دي.

دې سره تېره ورځ یوې رسنۍ قطر کې د طالب سرچینو په خبره راپور خپور کړی چې که د دوحې هوکړې پربنسټ بین‌الافغاني خبرې بریالۍ نه شوې، نو امریکا به مرسته کوي او دوی ته به زمینه برابروي چې واک طالبانو ته ولېږدول شي او طالبان به د امریکایانو ګټې خوندي ساتي.

خو پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا بیا دا څرګندونې ردوي.

د يادولو ده چې دوحه کې له شاوخوا ۱۲ ورځني ځنډ وروسته د طالبانو او حکومت د مرکچي پلاويو د تماس ډلو غونډي بېرته پیل شوي او دواړو لوريو ویلي، د تماس ډلو ترمنځ په اختلافي مسلو بحثونه دوام لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام