Asset 1SWN

سلام وطندار

پامپيو: که افغانستان کې تاوتریخوالی کم نه شي، دوحه کې د سولې خبرې پایله نه‌لري

Mike-1-ozek306cna1wenhk8dpp5rrl56luqe3a8g8i6c38gk

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دوحه کې يې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ته ویلي، که د مذاکراتو پر مهال تاوتریخوالی روان وي او پای ته ونه رسېږي د سولې خبرې به کومه پايله ور نه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ جمعه د بحرین په پلازمېنه مانامه کې د سټراټيژیکو مطالعاتو نړیوالو انسټيټیوټ ته په ویډیويي کنفرانس کې وکړې.

پامپیو ويلي: « افغانستان کې تاوتريخوالی د منلو له کچې لوړ دی. موږ  بايد د تاوتريخوالي پر کمولو خبرې وکړو. زه خوشبين يم. دوه اوونۍ وړاندې په دوحه کې وم د دواړو لوريو له ټيمو سره مې وليدل. هغوی ته مې په ښکاره ډول وويل چې د سولې خبرو پر مهال نه بايد د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه دوام وکړي؛ ځکه چې خبرې پايله نه ورکوي.»

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د مذاکراتو تازه پرمختګونه دې په افغانستان کې د جګړو د درېدو لامل شي.

له دې سره هم مهاله د قطر د بهرنيو چارو وزير  شېخ محمد عبدالرحمان ال ثاني د اېټاليا په مديترانه کې ويلي، د روان ميلادي کال تر پايه به د افغانستان سولې خبرو کې پرمختګونه وشي. د نوموړي په وينا، راتلونکی کال به افغانانو لپاره يو ښه کال وي.

د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو له شاوخوا درې مياشتو وروسته خبرو وتوانېدل چې پر کړنلارې هوکړه وکړي. ټاکل شوې نن دواړه لوري د اجنډا پر جزياتو خبرې وکړي.

له دې سره افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه سفر کې ترکيې ته تللی. نوموړی به په انقره کې د افغان سولې په اړه له ترکي چارواکيو سره د امريکا ـ ترکيې پر  همکاريو خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام