Asset 1SWN

خلیلزاد: دولت او طالبان دې ژر تر ژره سياسي هوکړې ته ورسېږي

Zalmai-0-p04p1tqtp84nsgf42ginj2t8dnx9y5s7x8zo3fjyqc

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیزاد غزني کې د ختم مراسمو کې د چاودنې ترڅنګ چې په کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول، افغانستان کې د ملکيانو وژنه او د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلې او ویلي يې دي، د جګړې ښکېلې خواوې دې اورکم او بېړنی اوربند وکړي.

نوموړي ويلي، د ملکيانو په ګډون د افغانانو مړينه بېخي عامه شوې ده.

زلمي خلیلزاد نن د یکشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، «موږ د تاوتریخوالي روانه لوړه کچه غندو او هغوی ټول غندو چې په افغانستان کې دغه راز بریدونو ته چې وحشت او وینه تویول رامنځته کوي، اجازه ورکوي او ترسره کوي یې.»‌

د نوموړي په وينا، د ترهګرو موخه نفاق رامنځته کول او د تاوتریخوالي په کارولو سره د هغو افغانانو شاته کول دي چې سولې، د تاوتریخوالي تلپاتي‌ ختمولو او یوه سوکاله افغانستان ته ژمن دي. «‌ دا دښمن باید رد شي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي همداراز ويلي، طالبان او افغان دولت باید د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي او هر څومره ژر چې شونې وي، یوې سیاسي هوکړې ته دې ورسېږي.

د خليلزاد په وینا، چې د امریکا ـ طالبانو د هوکړه‌لیک او د امریکا او افغان حکومت تر ګډې اعلامیې وروسته، بین‌الافغاني جګړې مشروعیت بایللی دی.

نوموړي زیاته کړې، د هغو کسانو موخه چې تاوتریخوالي ته لمن وهي، د سولې کمزوري کول دي او دې وروستیو کې د افغانانو وژنه عامه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت ویلي، تېرو دریو میاشتو کې د طالبانو بریدونو کې ۴۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام