د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سفرونو په دوام د طالبانو یو پلاوی دا ځل ترکمنستان ته تللی دی. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېره ورځ پر ټوېټرپاڼه لیکلي، دغه پلاوي یې د ترکمنستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی او موخه یې هم پر ګډو مسایلو، سوداګریزو اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو موضوعاتو خبرې کول دي.

طالبان داسې مهال د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کوي چې دغه ډله دوحه کې له نږدې درېیو اوونیو راهیسې د خبرو مېز ته نه‌ده حاضره شوې.

سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې طالبان غواړي په دغو سفرونو سره سیمه‌ییز مشروعیت پیدا کړي.

د هغوی په وینا، د طالبانو سیمه‌ییز سفرونه نه یوازې د سولې بهیر سره مرسته نه کوي، بلکې دغه پروسه نوره هم پېچلې کوي.

خو ایا دا احتمال شته چې په دغو سفرونو سره به نسبت طالبانو ته د سیمې هېوادونو لیدلوري کې بدلون راشي.

سیاسي کارپوه عبدالستار سعادت وايي، طالبان د سیمه‌ییز مشروعیت ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي او نسبت افغان حکومت ته فعاله رول لوبوي.

د سعادت په اند طالبان غواړي ثابته کړي چې نور یوه یاغي ډله نه ده او د حکومت د یوې بدیلې ډلې په توګه عمل کوي.

نوموړی زیاتوي، پخوا یو شمېر هېوادونو سیمه کې د طالبانو موجوديت د اندېښنې وړ باله او هغوی غواړي دغه اندېښنه رفع کړي.

بل سیاسي کارپوها یونس فکور وايي، طالبان اندېښنه لري چې د امریکا نوی حکومت به د سولې هوکړې له ارزولو وروسته، تجدید نظر وکړي، نو له دې امله غواړي ځانته د سیمې هېوادونو پام راواړوي.

دا داسې مهال دی چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او د سولې بهیر کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لومړنۍ لیدنه کې افغانستان کې یوې عادلانه او تلپاتې سیاسي هوکړې ته د لاس‌رسي او د دایمي اوربند ټینګښت په اړه خبرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام