د بیړني حالت د اعلان احتمال؛ د کابل هوا سرې کرښې ته نږدې شوې

د کابل د چاپېریال ساتنې رییس کاظم همایون وايي، د کابل هوا سرې کرښې ته نږدې شوې او که وضعیت کنټرول نه شي، د چاپېریال ساتنې اداره ښايي بیړنی حالت اعلان کړي.
د نوموړي په وینا، د کابل ښار د هوا پر پاکولو اوس هم کار روان دی او د ډېرو داسې کارونو مخه نیول شوې چې هوا ککړوي.

د ولسمشر له لوري د ولايتي ویاندويانو د بست لغوه کولو پر وړاندې غبرګونونه

د والیانو یو شمېر ویاندویان، د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان د ولسمشر له لوري د ولایتونو د ویاندویانو د بست‌ له لغوه کولو نیوکه کوي او له ولسمشره غواړي چې دغه حکم بېرته واخلي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ یوه حکم کې د ټولو ولایتونو د ویاندویانو بست لغوه کړی او لارښوونه یې کړې چې تر دې وروسته د هر ولایت والي رسنیو ته د اطلاعاتو ورکولو مسوولیت لري.

په څلورو ولایتونو کې نننیو چاودنو پنځه سرتېري او نهه ملکیان وژلي

د کابل ښار پنځمه امنیتي حوزه نن سهار د یوه موټربم برید شاهده وه.د کابل ښار پنځه امنیتي حوزه نن سهار د یوه موټربم برید شاهده وه. د کورنیو چارو وزارت وايي، دا موټربم چاودنه په ولسي جرګه کې د کابل ولایت د استازي خان‌محمد وردګ پر موتریز کاروان شوې چې له کبله یې نهه ملکي وګړي وژل شوي او د نوموړي په ګډون، له شلو ډېر ټپیان دي.

سیما سمر له دندې ګوښه شوه

د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر د دغه بنسټ د ټولو تشکيلاتو د لغوې خبر ورکوي.

نوموړې سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي، د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزارت د لغوه کېدو په هکله له دې سره هېڅ مشوره نه ده شوې او پوهېږي هم نه چې حکومت ولې دغه پرېکړه کړې ده.

پروان کې سږکال له ۴۰۰ پراختیايي پروژو یوازې ۲۵ یې بشپړې شوي

د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، په پام کې وه چې په ۱۳۹۹ کال کې په یاد ولایت کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې پلي شي؛ خو له دې ډلې یوازې ۲۵ پروژې ګټې اخیستو ته سپارل شوي دي او د ۲۵ نورو هغو کارونه دوام لري.

د دې ټولو ۵۰ پروژو ټولیز لګښت نږدې ۳۳۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

خلیلزاد: دولت او طالبان دې ژر تر ژره سياسي هوکړې ته ورسېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیزاد غزني کې د ختم مراسمو کې د چاودنې ترڅنګ چې په کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول، افغانستان کې د ملکيانو وژنه او د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلې او ویلي يې دي، د جګړې ښکېلې خواوې دې اورکم او بېړنی اوربند وکړي.

نوموړي ويلي، د ملکيانو په ګډون د افغانانو مړينه بېخي عامه شوې ده.