د والیانو یو شمېر ویاندویان، د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان د ولسمشر له لوري د ولایتونو د ویاندویانو د بست‌ له لغوه کولو نیوکه کوي او له ولسمشره غواړي چې دغه حکم بېرته واخلي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ یوه حکم کې د ټولو ولایتونو د ویاندویانو بست لغوه کړی او لارښوونه یې کړې چې تر دې وروسته د هر ولایت والي رسنیو ته د اطلاعاتو ورکولو مسوولیت لري.

د ولسمشر دغه حکم وروسته له هغې صادر شوی چې د تخار د والي ویاند خپله تازه مرکه کې یوې رسنۍ ته ویلي، د دغه ولایت مرکز تالقانو ښار کې پر یوه جومات د افغان ځواکونو بريد چې په تېروتنې سره شوی په‌کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

دغه حکم کې د تخار د والي ګوښه کولو ترڅنګ، دغه اطلاعات ناسم بلل شوي او د والیانو د ویاندویانو بست هم لغوه شوی دی.

اوس یو شمېر ویاندویان، د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان د ولسمشر دغه حکم په بېړه او د اساسي قانون او د بیان ازادۍ ښکاره نقض او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي محدودول بولي.

د بادغیس د والي ویاند نجم‌‌الدین برهاني وايي، هغوی سختو امنیتي شرایطو او د دولت د وسله‌والو مخالفانو د ګواښونو سربېره، پرته له کوم امتیاز څخه د ویاندويۍ بست کې کار کړی او اوس نه‌باید قرباني شي.

یو شمېر نور ویاندویان د ولسمشر دغې پرېکړې څخه نیوکه کوي او وايي، د ولایتونو ویاندویانو به د ورځې له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې اړیکو ته ځواب ورکاوه چې والیان دغومره خبریالانو ته د ځواب ورکولو لپاره وخت نه لري.

د ولسمشر دغه ګام د رسنیو د ملاتړو بنسټونو او د خبریالانو غبرګون هم راپورته کړی دی.

هرات کې د خپلواکه رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی غړی محسن کریمي  د ولایتونو د ویاندویانو د بست لغوه کولو په تړاو د ولسمشر په دغه تازه حکم نیوکه کوي او وايي، دا د بیان ازادۍ ښکاره نقض، اطلاعاتو ته د لاس‌رسي محدودول او د خبریالانو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده.

هرات کې د خبریالانو د مصوونیت کمیټې مسوول همایون نظري هم د والیانو د ویاندویانو د بست لغوه کول ناسنجول شوی کار بولي او وايي: «دېته په پام چې حکومتي چارواکي سیاسي او اداري مصروفیتونو سره مخ دي، اطلاعاتو ته د لاس‌رسي قانون په مطابق د ویاند موجوديت رسنیو لپاره یو سهولت دی او هر ډول فرمان د قانون تر پښو لاندې کول دي چې ستونزې ډېروي.»

یو شمېر خبریالان هم د ولسمشر دغه تازه فرمان څخه نیوکه کوي او وايي، حکومت د سولې خبرو له لومړي پړاو وروسته هڅه کوي چې د بیان ازادۍ په ځانګړې توګه د رسنیو ازادي محدوده کړي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس شمیم‌خان کټوازي هم ویلي، والیان رسنیو ته د ځواب ورکولو مسوولیت لري.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ولایتونو د ویاندویانو بستونه نه دي لغوه شوي، بلکې هغوی د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږي کوونکيو او والیانو سره د همکار مسوولیت پر غاړه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام