Asset 1SWN

د مدني فعالانو د خوشې کېدو غوښتنې؛ کریمي: حکومت د ملي امنیت ساتنې مسوولیت لري

Matiullah-Wesa-q46ieznxd9b68h9gko6jg5kxrha9lq3xxgfldh3urs

د بشري حقونو د لغوه شوي کمېسیون له لوري د مدني او فرهنګي فعالانو د خوشې کېدو له غوښتنې وروسته د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، څوک چې ملي امنیت ګډوډوي، پوښتنې به ترې کېږي.

نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي: «هېواد کې یو نظام دی چې باید د ټول هېواد مسایل تنظیم کړي. د هېواد ملي امنیت باید سم وساتل شي. نظام مسوولیت لري چې ورته مسایلو ته پام وکړي. د خبریال، مدني فعال یا کوم بل کس په جامه کې چې هر څوک د ورته مسایلو پر خلاف وخوځېږي، نظام مسوول دی چې د ملي امنیت ساتنې په موخه ترې پوښتنې ګروېګنې وکړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت له بند څخه د مدني فعالانو د خوشې کېدو په اړه د نړیوالو له غوښتنو وروسته د افغانستان د بشري حقونو لغوه شوي کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې له ا.ا څخه د هغوی د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بښنې نړیوال سازمان د راپور خپرېدو د هرکلي تر څنګ، پر ملي او نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې په دغه راپور کې شویو غوښتنو ته جدي پام وکړي. کمېسیون له طالبانو غواړي، څو هغه کسان چې د مدني، فرهنګي او د نورو روښنايي فعالیتونو په تور نیول شوي، له کوم ځنډ پرته را خوشې کړي.»

په تېرو ۱۹ مياشتو کې د مدني فعاليتونو لپاره د کاري فضا د محدودېدو تر څنګ، د خبریالانو د رسنیز فعالیت ساحه هم محدوده شوې او یوشمېر خبریالان بندیان شوي هم دي. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مسوول ظریف کریمي وايي:

«د رسنیو او خبریالانو وضعیت له څه مودې راهیسې په افغانستان کې پر یوې ننګونې بدله شوې او اوس هم څلور خبریالان له اسلامي امارت سره بندیان دي. که څه هم حکومت د یادو د دغو کسانو نیول کېدل شخصي بولي، خو اوس خیرالله پرهر په خوست، مرتضی بهبودي په کابل، قدرت‌الله نوري په پروان او سبحان‌الله سبحاني هم په تخار کې بندیان دي. موږ له مسوولو چارواکو غواړو چې د خبریالانو د را خوشې کېدو برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د پوهنتون استاد سیدشفیق‌الله سادات بیا وايي، اسلامي امارت د هغو نړیوالو نورمونو له کبله نړۍ سره په ټکر کې دی چې دوی یې د لوېدیځ بولي. د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د بشري حقونو له مسلې سره مخالف دی او همدا لامل دی چې د مدني فعالانو هر ډول دریځ د ا.ا له سیاست سره په ټکر کې دی.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت استخباراتو په تېره میاشت کې یوشمېر مدني او د ښوونیزې برخې فعالان د خپل‌سرو فعالیتونو په تور نیولي او په وروستي اقدام کې یې د قلم‌لار مدني بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا او یو بل فعال رسول پاړسي نیولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام