د مدني فعالانو د خوشې کېدو غوښتنې؛ کریمي: حکومت د ملي امنیت ساتنې مسوولیت لري

د بشري حقونو د لغوه شوي کمېسیون له لوري د مدني او فرهنګي فعالانو د خوشې کېدو له غوښتنې وروسته د ا.ا د ویاند مرستیال وايي، څوک چې ملي امنیت ګډوډوي، پوښتنې به ترې کېږي. د افغانستان د بشري حقونو لغوه شوي کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې له ا.ا څخه د دغو مدني فعالانو د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د مطیع‌الله ویسا د نیولو پروړاندې غبرګونونه؛ ا.ا: څوک چې ونه خوځېږي، نه نیول کېږي

د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا پر ټویټر خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې نن کور ته ورغلي او نه یوازې یې پلټلی او د مطیع‌الله ویسا کمپیوټر او ټیلیفونونه یې له ځان سره وړي، بلکې د ده دوه نور ورونه یې هم د لنډې مودې لپاره نیولي وو او د کورنۍ غړیو ته سپکې سپورې ویلې دي.