د مدني فعالانو د خوشې کېدو غوښتنې؛ کریمي: حکومت د ملي امنیت ساتنې مسوولیت لري

د بشري حقونو د لغوه شوي کمېسیون له لوري د مدني او فرهنګي فعالانو د خوشې کېدو له غوښتنې وروسته د ا.ا د ویاند مرستیال وايي، څوک چې ملي امنیت ګډوډوي، پوښتنې به ترې کېږي. د افغانستان د بشري حقونو لغوه شوي کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې له ا.ا څخه د دغو مدني فعالانو د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

هرات کې طالبانو د سلام‌وطندار د خبریال په ګډون، دوه خبریالان له پوښتنو ګروېګنو وروسته خوشې کړي

طالبانو نن په هرات کې د سلام‌وطندار خبریال شکېب شمس او د هغه مېرمن ستوری کریمي چې د پژواک خبري اژانس خبریاله ده، نیولي او له څو دقیقو وروسته یې بېرته خوشې کړي دي. شکېب شمس وايي، طالبانو هغه مهال ونیول چې له خپلې مېرمنې سره یوځای د هرات «مالان پُل» سیمې ته چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، د خبري پوښښ لپاره تللي وو.

غني: طالبان سولې ته اراده نه لري

ولسمشر محمداشرف غني نن د لوی اختر له لمانځه وروسته ملت ته په خپل اختریز پیغام کې پر وسله‌والو طالبانو د نیوکې په توګه وویل چې دغې ډلې د جګړې په ډېرولو سره وښوده چې سولې ته اراده نه لري او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو، دغه ډله تراوسه د سولې په اړه جدي خبرو ته نه ده راضي کړې. ولسمشر له طالبانو وغوښتل چې د عامه تاسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي.