طالبانو نن په هرات کې د سلام‌وطندار خبریال شکېب شمس او د هغه مېرمن ستوری کریمي چې په دغه ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریاله ده، نیولي او له څو دقیقو وروسته یې بېرته خوشې کړي دي.

د سلام‌وطندار خبریال شکېب شمس وايي، طالبانو هغه مهال ونیول چې له خپلې مېرمنې ستوری کریمي سره یوځای د هرات «مالان پُل» سیمې ته چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، د خبري پوښښ لپاره تللي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، طالبانو له نیولو وروسته دوی د پوښتنو ګروېګنو او ټیلیفونونو د کتلو په موخه د دې ډلې یوه نومول شوي ولسوال ته ور وستل او بیا یې راخوشې کړل.

شکېب شمس زیاتوي: «څو شېبې مخکې د راپور جوړولو په موخه د هرات ښار د «مالان پُل» سیمې ته چې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې ده، تللي وو. هر څه عادي وو او خلکو تګ‌راتګ کاوه. په سیمه کې د ملي اردو دوه ټانګونه ولاړ وو، څه یې راته ونه ویل، خو کله چې له یادو ټانګونو ۵۰ متره وړاندې ولاړو، یوناڅاپه مو پر موټر ډزې وشوې. له نېکه مرغه چې مرمۍ د موټر دروازې پر یوې برخې او ښيښې ولګېدې.»



هغه دغه راز وايي: «طالبانو ونیولو او خپل ولسوال ته یې وروستلو. کله مو چې ځانونه ور وپېژندل چې خبریالان یوو او زموږ د ټیلیفونو له کتلو شل دقیقې وروسته د ذبېح‌الله مجاهد په مرسته راخوشې شوو.»

د شمس په وینا، که څه هم طالبانو یې موټر څو مرمۍ ویشتی، خو ده او مېرمنې ته یې په‌کې زیان نه دی رسېدلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام