سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ داسې مهال را رسېږي چې د روان لمریز کال په وروستۍ نیمايي کې د هېواد په کچه لس افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او نږدې شل نور ټپيان شوي دي. پر خبریالانو له دغو بریدونو سره هم‌مهاله په ټول هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.

د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له ډلې یوازې څلور یې په ننګرهار کې د یوې خصوصې رسنۍ ښځینه کارکوونکې وې.

په ختیځ کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وروستی امنیتي حالت د دوی د ژوند او کار لپاره اندېښمنوونکی بولي او پر حکومت غږ کوي چې د دوی ژوند ژغورنې لپاره پر ګټورو لاروچارو غور وکړي.

خبریالان د امنیتي حالت خرابوالي تر څنګ، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د کاري خوندیتوب نشتوالی او په ټوله کې ورته د خپلو حقونو نه ورکړه، هغه ستونزې یادوي چې د خبریالانو پر ژوند او کار یې منفي اغېز کړی دی.

په ختیځ کې د طلوع‌نیوز خبریال عبدالحق عمري وايي، په وروستیو کې نه یوازې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه ډېر شوي، بلکې امنیتي ادارې پر خپل وخت له رسنیو سره معلومات هم نه شریکوي. نوموړی پر حکومت غږ کوي چې د خبریالانو د ژوند نه خوندیتوب او اطلاعاتو ته د خبریالانو د نه لاسرسي په اړه ځواب وايي.

د پژواک خبري اژانس خبریال یوسف ظریفي وايي، وروستي ناسم امنیتي حالت د ده پر ژوند او کار دومره اغېز کړی چې له امله یې په ډاډه زړه له کوره دفتر او خبري ناستو ته نه شي تللی. هغه وايي، په ننګرهار کې دې د خبریالانو او خلکو د امنیت ټینګښت په برخه کې کوټلي ګامونه اوچت شي.

خبریالان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د دوی ژوند ته دې ځانګړی پام وکړي او خبریالان او نور رسنیز کارکوونکي دې نه په نښه کوي.

په همدې حال کې په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې خبر ورکړی چې روان لمریز کال یوازې په ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپږ پېښې ثبت شوي او که حالات همداسې روان وي؛ نو ویره شته چې دا شمېرې نورې هم زیاتې شي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر عبدالمعید هاشمي د خبریالانو پېښو ته د حکومت رسېدنه قانع کوونکې نه بولي او په دې برخه کې د لا ډېر او جدي کار غوښتنه کوي.

هر کال د کب ۲۷مه د خبریال ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي، خو خبریالان نیوکې لري چې حکومت او د رسنیو مالکان په دغه نوم خبریالان تېر باسي، د دوی حقوق نه ورکوي او ستونزو ته یې هم رسېدنه نه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام