Asset 1SWN

ملالۍ لومړنۍ نه وه او وروستنۍ هم نه ده؛ خبریالانو ته د خطر زنګ

 

د افغانستان د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسوولان د خبریالانو پر وړاندې د وروستیو هدفي وژنو او بریدونو زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، دغه بریدونه د ډېرو خبریالانو په نښه‌کولو لپاره د خطر زنګ دی.

هېواد کې په تېره یوه میاشت کې دوه خبریالان وژل شوي دي. له دغو يوه تازه يې د نن سهار پېښه ده چې په جلال اباد ښار کې رامنځته شوه چې د یو خصوصي ټلویزیون خبریاله ملاله میوند دفتر ته پر لاره د نامعلومو وسله‌والو په برید کې ووژل شوه.

د ملالې ميوند وژنه د حکومت او د رسنیو له توند غبرګون سره مخ شوه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو بریدونه د اندېښنې وړ بولي او وايي، دا کار يې د بیان د ازادۍ پر خلاف دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرايي مسوول صدیق الله توحیدي وايي چې ورستیو بریدونو په رسنیزو فعالیتونو د ویرې فضا خپره کړې ده.

د دې ترڅنګ خبریالانو هم د ورستیو بریدونو او هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دغه ډول بریدونه پر خبریالانو او رسنیو بده اغېزه کوي.

د طلوع نیوز خبریاله انیسه شهید حکومت په بې‌غورۍ تورنوي او وايي، حکومت د دې ډول بریدونو مخنیوی نه دی کړی. نوموړې زیاتوي، که چېرې د پخوانیو بریدونو مسولان پېژندل شوي وای. نو نوي بریدونه به نه وای شوي.

افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره يا نی په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ورستیو کې پر خبریالانو بریدونه ډېر شوي او د رسنیو لپاره يې په امنیتي برخو کې ستونزې جوړې کړي دي.

نی له حکومته په کلکه غوښتنه کړې چې د یادو پېښو عاملان پیدا او محاکمه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د خبریالانو د امنیت په برخه کې کار کوي او زیاتوي چې دا وزارت به پر خبریالانو د ترسره شويو بریدونو پلټنه وکړي او عملي ګامونه به پورته کړي.

ملاله میوند لسمه خبریاله ده چې په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې په رسنیز ډګر کې ووژل شوه.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام