یوناما طالبانو ته: هرات کې زموږ پر دفتر د برید ځواب ووایئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما له طالبانو غوښتي چې په هرات کې د دغه سازمان پر دفتر د برید څرنګوالي په اړه ځواب ووايي. یوناما له طالبانو غوښتي چې په هرات کې د دغه سازمان پر دفتر د برید په اړه بشپړې څېړنې وکړي.

هلمند کې د جګړې دوام؛ خلک د مړو ښخولو لپاره بهر نه شي وتلی

له تیرو دوو ورځو راهیسې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو له لوري سخته جګړه روانه ده چې بېګاه شپه د یاد ښار اوسېدونکو د هوايي او ځمکنیو بریدونو او ډزو له امله ټوله شپه په ویښه تېره کړې.

ولسمشر: که وضعیت د جګړې په ډګر کې بدل نه شي، طالبان سولې ته نه حاضرېږي

ولسمشر محمداشرف غني نن د کابینې په لومړنۍ ډیجیټلي غونډه کې وویل، تر هغه چې وضعیت د جګړې په ډګر کې بدل نه شي، طالبان د سولې رښتینو خبرواترو ته نه حاضرېږي.
د هغه په وینا، د وضعیت د بدلون لپاره یې چمتووالی نیولی او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په بشپړ ډول بدل شي.

هرات کې طالبانو د سلام‌وطندار د خبریال په ګډون، دوه خبریالان له پوښتنو ګروېګنو وروسته خوشې کړي

طالبانو نن په هرات کې د سلام‌وطندار خبریال شکېب شمس او د هغه مېرمن ستوری کریمي چې د پژواک خبري اژانس خبریاله ده، نیولي او له څو دقیقو وروسته یې بېرته خوشې کړي دي. شکېب شمس وايي، طالبانو هغه مهال ونیول چې له خپلې مېرمنې سره یوځای د هرات «مالان پُل» سیمې ته چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، د خبري پوښښ لپاره تللي وو.

کندوز کې د ټرافیک پولیس وژنه؛ مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی

د کندوز ولایت د ټرافیکو مدیریت غړی محمد‌بشیر چې درې ورځې وړاندې له کور څخه د دندې پر لور روان و، د ناپېژنده وسله‌والو له لوري تښتول کېږي چې د کورنۍ د غړو په وینا يي، له تښتولو درې ورځې وروسته یې مړی پیدا شوی دی. داعش ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې د ټرافیکو دغه پولیسو یې د کندوز ښار په ابدان دښته کې وژلی دی.