د کندوز ولایت د ټرافیکو مدیریت غړی محمد‌بشیر چې درې ورځې وړاندې له کور څخه د دندې پر لور روان و، د ناپېژنده وسله‌والو له لوري تښتول کېږي چې د کورنۍ د غړو په وینا يي، له تښتولو درې ورځې وروسته یې مړی پیدا شوی دی.

د داعش ډلې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې د ټرافیکو دغه پولیسو یې له تښتولو وروسته د کندوز ښار په ابدان دښته کې وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کندوز د پولیسو ویاند انعام‌الدین رحماني وایي چې محمدبشیر د دغه ولایت د ټرافیکو د مدیریت غړی و او درې ورځې وړاندې دندې ته پر لار و چې د طالبانو له لوري برمته شوی او وژل شوی دی.

د رحماني په وینا، داعش کندوز کې شتون نه لري او هغه سیمې چې د ټرافیکو دغه پولیسو پکې ژوند کاوه او وژل شوی دی، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې دي.

بل‌خوا د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه ډله له ټرافیکو پولیسو چې خلکو ته عامه خدمتونه وړاندې کوي، کار نه لري. نوموړی زیاتوي چې دغه کړنه د داعش ډلې ده او د دې احتمال شته چې دغه کړنه د داعش له لوري شوي وي.



بل‌خوا د کندوز ښار اوسېدونکي او مدني فعالان وایي چې په دغه ولایت کې په پراخه توګه طالبان حضور لري او اوس مهال داعش هم په دغه ولایت کې خپل ترهګریز فعالیتونه پیل کړي دي.

د کندوز ښار د اوسېدونکو په خبره، داعش ډله نه یوازې کندوز او شمالي ولایتونو ته، بلکې د منځنۍ اسیا سربېره روسیې او چین ته هم د خطر یو زنګ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام