د کوچني اختر په مناسبت په کندوز ولایت کې د شمال ختیځ زون د والیبال لوبډلو ترمنځ جوړې شوې دوه ورځنۍ سیالۍ د دغه ولایت د منتخبې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د کندوز ولایت د ورزشي امریت مسوولان وايي چې یادې سیالۍ د کندوز ښاروالي په مالي مرسته د بدخشان، بغلان او له کندوز څخه د دوو لوبډلو ترمنځ د دوه ورځو لپاره په سپین زر ورزشي لوبغالي کې جوړې شوې وې چې د کندوز منتخبې لوبډلې یې اتلولي وګټله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وینا د یادو سیالیو پای لوبې ته د کندوز منتخبه او د کندوز اتلانو لوبډلې لاره موندلې وه چې په پای کې د کندوز منتخبې لوبډلې اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه او اتلولې یې خپله کړه.

د کندوز ورزشي امر محمدقیوم رحیمي وايي چې دغه سیالۍ یې په شمال ختیځ زون کې د والیبال لوبې د غوره لوبغاړو د پېژندنې لپاره جوړې کړې وې چې په راتلونکې کې به یې بهرنیو سیالیو ته غوره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په پای کې ګټونکې لوبډلې او یو‌شمېر لوبغاړو ته مډالونه، کپ، جوایز او نورې ډالې هم ورکړل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام