د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته بلخ کې په لومړي ځل د والیبال سیالۍ ترسره شوې. دا سیالۍ د بلخ په کوربه‌توب او د هېواد له لویو ښارونو څخه د ۱۰۰ لوبغاړو په حضور د درېو ورځو لپاره پیل شوې.

افغانستان ته د اسلامي امارت تر راتګ وروسته دا د والیبال لوبو لومړنی ټورنمنټ دی چې مزار شریف ښار کې ترسره کېږي او کابل، بلخ، ننګرهار او کندوز ولایتونو څخه شپږ ټیمونه پکې برخه لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بلخ د والیبال فدراسیون رییس محمدنعیم ماهر د دغو سیالیو پر ترسره کېدو  خوښي څرګندوي او وایي: «شپږ ټیمونه ګډون لري چې درې یې بلخ ولایت څخه دي. د کام‌‌ایر، الفتح‌ ټیم، کفایت ګروپ ټیم، له جلال‌اباد ښار څخه د ننګرهار ټیم، د کابل ښاروالي ټیم او له کندوز څخه د کندوز ټیم برخه لري. »

د بلخ د والیبال فدراسیون رییس په وینا، دا سیالۍ به د درېوو ورځو لپاره د امام‌خمیني په لوبغالي کې د سهار له لسو څخه د مازیګر تر ۵ بجو پورې دوام لري. هغه زیاتوي چې دا سیالۍ د ورزش د ودې او ښه‌والي او دغه راز د ولایتونو او لوبغاړو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي په موخه ترسره کېږي.

د بلخ د بدني روزنې مرستیال حافظ محمد‌الله حماد وویل، په دغه ولایت کې  د ورزشکارانو ملاتړ لپاره یو لړ پروګرامونه هم لري.

هغه لوبغاړي چې دغو سیالیو کې یې ګډون کړی د خلکو د هرکلي او د اسلامي امارت ملاتړ څخه خوښي څرګندوي او د اسلامي امارت له چارواکو څخه غواړي چې سپورټ او لوبغاړو ته پاملرنه ډېره کړي. دغه ورزشکاران د ورزش په وړاندې د ننګونو او اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال په بلخ ولایت کې شاوخوا زر لوبغاړي د والیبال سیالیو په برخه کې تمریني لوبې کوي، خو د ښځو سپورتي فعالیتونو دوام په اړه مالومات نشته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام