Asset 1SWN

بلخ؛ یوه ټرافیکي پېښې کې ۹ کسان مړه شوي

Balkh-10-oxis88r0gsvvludojtl6n2fgoqyuo96b2qs0a3kej8

 

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل سلام وطندار سره خبرو کې ویلي، پېښه تېره ورځ د کابل مزار په لویه لاره مزارشریف ښار ته نیږدې شوې چې په کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

دغه ټرافيکي پېښه تېره ورځ ماښام هغه مهال شوې کله چې مزارشریف-کابل لويې لارې «قلعه قل محمد» سيمه کې يو ټونس ډوله موټر له يوې بلې کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ.

د بلخ د بوعلي سینا حوزوي روغتون مسوولان وايي، د ټپیانو له ډلې د یوه کس روغتیايي حالت نازک دی.

 

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام