سږ کال د سکي لوبې د یوولسمې دورې سیالۍ د «افغان سکي چلېنج» په نوم د مسلکي سکي وهونکو، سکي وهونکو نجونو، د لرګي سکي او د اماتور سکي وهونکو په څلورو برخو کې د لسګونو کورنیو سکي وهونکو او دوو بهرنیو هغو په ګډون وشوې.

دا سیالۍ نن جمعه د «بامیان سکي کلپ» او د سکي ملي فدراسیون له لوري د بامیان ولایت په مرکز کې د بابا غره د لوړو څوکو پر لمنو او غونډیو چې پر واورې پوښلې وې، وشوې.

د سکي سیالیو په دې دوره کې د اتریش دوو سکي وهونکو هم ګډون کړی و چې د تېرو کلونو سیالیو په پرتله سږ کال د بهرنیو لوبغاړو د کم ګډون ښکارندويي یې کوله، خو د سیالیو جوړوونکو په وینا، د سږ کال په سیالیو کې د کمو بهرنیو لوبغاړو ګډون په نړۍ کې د کورونا ویروس خپرېدو له کبله و.

د بامیان سکي کلپ مسوول سجاد حسیني وايي، یادې سیالۍ په څلورو برخو کې وشوې چې یوازې په مسلکي او اماتور هغو کې ۷۰ سکي وهونکو برخه اخیستې وه.

د نوموړي په وینا، د دغو سیالیو په مسلکي برخه کې محمد، علي‌اغا او مجتبی، په اماتور برخه کې فرشاد، ابراهیم او زمان او د نجونو په برخه کې نذیرې، فرېبا او ناجیې په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم مقام ترلاسه کړ.

د افغان سکي چلېنج د یوولسمې دورې سیالیو اتلولي د بامیان ولایت سکي وهونکو خپله کړه.

محمد چې د دغو سیالیو په مسلکي برخه کې یې لومړی مقام ګټلی، د سکي لوبې د امکاناتو له کمښت څخه شکایت کوي. هغه وايي، سره له دې چې بامیان د سکي وهلو لپاره ښه ځای دی، خو اړوند مسوولان دې لوبې ته پام نه کوي او په وینا یې، باید جدي پام ورته وشي.

نذیزه خیرزاد چې د نجونو په برخه کې یې لومړی مقام ګټلی، وايي چې له تېرو درېوو کلونو راهیسې دا لوبه کوي او په خبره یې، هېڅکله به له دې لوبې لاس وا نه‌خلي.

د اتریش یو اوسېدونکی هلموت چې ۷۱ کاله عمر لري او په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی وايي، بامیان د ژمنیو لوبو لپاره ښه ځای دی.

د سکي ملي فدراسیون مسوولان وايي چې سږ کال د کورونا او په ځنډ سره د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې تصویبېدل پر خپل وخت د پروګرامونو نه پیلولو لامل بولي.

د دغه فدراسیون مسوول داوود کارګر وايي چې د راتلونکي کال لپاره به ځینې امکانات د بامیان سکي وهونکو ته ورکړي.

اوس په بامیان ولایت کې د سکي یوشمېر کلپونه د لفټ په توګه له موټرسایکل او پړي نه کار اخلي.

بامیان چې غرونه یې پر واورو پټ دي، د سکي په ګډون، ژمنیو لوبو لپاره ښه ځای بلل کېږي او د سکي لوبه اوس د دغه ولایت د نجونو او هلکانو په منځ کې ښه ځلېدلې ده.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام