د کرېکټ ثبت شویو کلبونو «روزنتونونو» ترمنځ د خپلمنځي سیالیو په لړ کې نن پنجشنبه دغه سیالۍ د لغمان ولایت د ۱۶ ثبت شویو کلبونو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

دا سیالۍ چې د مرکز مهترلام په میوند مجاهد کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د کرېکټ لوبې د پراختیا په موخه پیل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو لوبو چمتو کوونکي وایي، په سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې په څلور ډلو وېشل شوي چې په خپل منځ کې به درې ۳۰ اوره لوبې کوي.

د لغمان د کرېکټ مسوول جمیل ستانکزی وایي، دا سیالۍ په رسمي توګه ترسره کېږي او هغه لوبغاړي چې وړتیاوې ولري، د لغمان ولایتي لوبډلې ته به رابلل کېږي.

نوموړی زیاتوي، د یادو سیالیو پای لوبې ته دوه وتوونکې لوبډلې به د زون په کچه لوبو ته هم لار پیدا کړي چې پای لوبه کې یې ښه سیالۍ کړې وې او یا هم پای لوبه یې ګټلې وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ۲۰۲۱ کال انټرکلب سیالیو کې هغه لوبډلو ته د شاملېدو چانس ورکړل شوی چې په لغمان کې د کرېکټ بورډ له ادارې سره ثبت او راجستر دي.

د کرېکټ لوبغاړی شوکت وايي، د دوی د وړتیاوو د ښکاره کېدو او پرمختګ لپاره دا څېر سیالۍ مهمې دي او له کرېکټ بورډ د مننې تر څنګ غواړي چې د کرېکټ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

په ختيځو ولایتونو کې د کرېکټ مینه‌وال او لوبغاړي زیات دي او وخت نا وخت د ولایت او زون په کچه ورته سیالۍ چمتو کېږي چې تر ټولو مهمې هغه يې ننګرهار کې د غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې دي چې لسګونه کسان یې نندارې ته هم ورځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام