د کندوز ولایت د خان‌اباد ولسوالي د برښنا بند پروژې د بنسټ ډبره نږدې څلور لسیزې وړاندې د هغه مهال حکومت له لوري کېښودل شوه چې د رغېدو چارې هم روانې وې، خو د کورنیو جګړو له امله بیا دغه پروژه په ټپه ودرېده.

په کندوز کې د مخکنیو محلي مسوولانو په وینا، د خان‌اباد ولسوالي برښنا بند ۱۰.۴ کیلوواټه برښنا تولیدولی شي او شاوخوا ۴۷زره هکټاره کرنیزه ځمکه هم غړوبوي چې په رغېدو سره به یې په مستیقمه توګه د کندوز ښار او د شاوخوا سیمو نږدې ۱۸۰۰۰ کورنۍ د برښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خان‌اباد ولسوالي د اوبو لګولو او برښنا تولید پروژې د دویمې برخې تړون، د مخکیني حکومت د چارواکو له لوري له یوه هندې شرکت سره د ۲۵میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی، خو د جګړو او هېواد کې د وروستیو تحولاتو له کبله، هغه شان چې چارې یې باید مخته تللې وای، مخته نه دي تللي او تراوسه یې کار درېدلی دی.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي او قومي مشران په دغه ولسوالي کې د برښنا بند پروژې له درېدو ناخوښ دي او وايي چې څلوېښت کاله وړاندې په دغه پروژه کې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان پر دندو بوخت وو او د ژوند د اړتیا لویه برخه به یې له همدې لارې پوره کوله، خو د کورنیو جګړو او سیاسي ناندریو له امله یې چارې ودرېدې.

د دوی په وینا، د دغې ولسوالي د برښنا بند په جوړېدو سره به د دې ولسوالي سربېره، کندوز ښار او ګاونډي ولایتونو ته به هم برښنا ورکړل شي.

د خان‌اباد ولسوال قاري صلاح‌ الدین وايي، د دغه برښنا بند د جوړېدو تړون بېلابېلو شرکتونو سره شوی وو، خو د مالي فساد له کبله یې چارې مخته لا نه‌ړې او په پای کې د نظام په پرځېدو سره یې چارې ودرېدې. نوموړی همداراز زیاتوي چې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګلېدل، د دې لامل شوي چې د دغه برښنا بند کارونه بیا پیل نه شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کندوز خان‌اباد ولسوالي د لومړۍ درجې او کرنیزې ولسوالیو له ډلې ده چې په‌کې وریجې او خټکی کرل کېږي او زیاته شهرت لري.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام