نړیوال بانک او مرستندویه بنسټونه دې روغتیايي برخه له سیاست سره نه تړي

د روغتیا وزارت مسلکي معین عبدالباری عمر نن یوې غونډې ته د خبرو پر مهال د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې روغتیایي برخه له سیاسي مسلو سره ونه تړي او د دې برخې د تمویل لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. عبدالباري عمر په دیني علماوو هم غږ وکړ .چې د روغتیا وزارت سره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي

میدان وردګ کې د دوو کسانو مړي موندل شوي

د میدان وردګ ولایت اړوند د سیداباد ولسوالي د «تنګي درې» اوسېدونکي وایي چې په دغه سیمه کې یې د دوو کسانو مړي موندلي چې تېره اوونۍ د ناپېژنده وسله‌والو له لوري تښتول شوي وو.

شاوخوا ۸۰ امریکایان له افغانستان څخه وتلو ته په تمه دي

سي‌ان‌ان خبري شبکې د امریکا کانګرېس او بهرنیو چارو وزارت کې  د یوې باخبرې سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې شاوخوا ۸۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې شتون لري او غواړي چې له دغه هېواد څخه ووځي، خو له یوې میاشتې راهیسې اسلامي امارت د تخلیې الوتنې درولې دي.

د اقتصادي ستونزو په هوارېدو به دولتي پوهنتونونو کې زده‌کړې پیل شي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست نن په کابل کې یوې غونډې ته د خپل څلور میاشتني کاري رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله په هېواد کې د شاوخوا ۴۰ دولتي پوهنتونونو د زده‌کړو بهیر درېدلی او هڅې روانې دي چې دغه ستونزې هوارې شي.