د افغانستان د اسلامي حراست ګوند یوشمېر غړي وایي چې د اسلامي امارت حکومت د ځینو ستونزو له امله نه دی توانېدلی چې د فقر، بې‌وزلۍ او د ټول‌شموله حکومت رامنځته کولو او د عدالت تامین په برخو کې ګټور ګامونه پورته وکړي.

د افغانستان د اسلامي حراست ګوند رییس محمد اکبري نن په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د تېر نظام له سقوط او د اسلامي امارت په  واکمنېدو سره ډېر شمېر هېوادوال زیانمن شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

 اکبري د هېواد له ټولو سیاستوالو څخه وغوښتل چې په هېواد کې د جنګ جګړو له دوام څخه ملاتړ ونه کړي، د خبرو لار دې خپله کړي او د ټول‌شموله حکومت د جوړولو او د عدالت د تامین لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان د اسلامي حراست ګوند رییس د بهرنیو مرستو بندېدل، د ټول‌شموله حکومت نه جوړېدل، له هېواد څخه د مسلکي او متخصصو کسانو وتل، د دندو ځنډېدل، له هېواد څخه د پانګو اېستل او د افغانستان شتمنیو کنګل کېدل د هېواد د اوسني وضعیت لاملونه بولي.

دغه راز، د دغه ګوند اجراییوي رییس نادرشاه بحر وايي؛ نوی حکومت نه دی توانېدلی چې د اقتصادي وضعیت د حل او د ټول‌شموله حکومت په رامنځته کولو کې ګټور ګامونه واخلي او نړیواله ټولنه او نړیوال بنسټونه هم د هېواد د وضعیت ښه والي او د مرستو دوام په برخه کې بریالي نه وو.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

ددغه گوند غړي له اسلامي امارت څخه غواړي چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې د اسلامي ارزښتونو مطابق ومني او د ټول‌شموله حکومت د جوړولو او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونو ته د رسېدنې په موخه هڅې وکړي.

هڅه مو وکړه چې د افغانستان د اسلامي حراست ګوند د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت نظر واخلو، خو د پرلپسې اړیکو سره سره هم بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام