Asset 1SWN

سلام وطندار

ا.ا: له نړۍ سره د نږدې اړیکو دوام د اوسني وضعیت د حل یواځینۍ لاره ده

فریدون-سینیرلی-_اوغلو-q8fqrvlr6wixf1tnyb6rlfvnbnxqx38516rja1dua0

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو چې له تېرې پنجشبې ورځې راهیسې په افغانستان کې دی، د ا.ا له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

ا.ا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو دغه استازي تېره ورځ د ریاست‌الوزرا له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د ا.ا او ملګرو ملتونو ترمنځ د اړیکو پراختیا پر څرنګوالي یې کار پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې سینیرلي اوغلو په دې لیدنه کې یادونه کړې چې د خپل سفر په اړه به له افغانستان څخه یو خپلواک راپور چمتو او د ملګرو ملتونو سازمان ته به یې وړاندې کړي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دوو مرستیالانو هم افغانستان ته سفرونه کړي او دلته یې د ا.ا له چارواکو سره خبرې اترې کړي، خو لیدل کېږي چې تراوسه یې کومه د پام وړ پایله نه‌ده لرلې.

خو د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي بیا د ورته سفرونو دوام په ښه پال نیسي. هغه ټينګار کوي چې اسلامي امارت به په هېڅ ډول له خپلو ملي ګټو پر شا نهشي او په وینا یې، د ملګرو ملتونو سازمان د مسوولانو د ورته سفرونو دوام به له شته ستونزو د وتلو برخه کې ګټور تمام شي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې په ښکاره ډول د ا.ا پر یوشمېر کړنو نیوکې وشي او ګډونوالو یې یادونه وکړه چې افغانستان کې د بشر حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

بله‌خوا د سیاسي چارو شنونکي محمدباقر محسني او میرویس اشفته باور لري چې د افغانستان د روان وضعیت د کابو کولو یواځینۍ لاره له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د ښو او مثبتو اړیکو لرل او ساتل دي. دوی زیاتوي:

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

«د افغانستان د اقتصادي او سیاسي اړتیاوو له کبله په‌کار ده چې د ملګرو ملتونو غړیتوب ولري. زه د همدې لپاره د فریدون سینیرلي اوغلو سفر مثبت ګڼم.» «دا لیدنې ښايي په ځینو برخو کې د اوسني حکومت لپاره مثبتې وي، خو دا چې ورته لیدنې به د حکومت د په رسمیت پېژندلو لامل شي، ناشونې ده.»

که څه هم نړیوالې ټولنې په تېرو نږدې دوو کلونو کې له اسلامي امارت سره خپلې اړيکې روانې ساتلي، خو تراوسه هېڅ هېواد هم د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې په برخه کې کوم ګام نه‌دی اوچت کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام