ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دې سفارت پخوانی ډیپلومات محمد‌فهیم کشاف په ناقانونه توګه د سفارت انګړ ته ور دننه شوی او سفیر سره یې له دې امله فزیکي شخړه کړې چې د اسلامي امارت له لوري په روم کې سفیر ټاکل شوی دی.

هغه وروسته د پولیسو په مرسته له سفارت څخه ایستل شوی دی. خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ایټالیا کې د سفیر په توګه د فهیم کشاف ګمارل کېدل رد کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي:«اسلامي امارت محمد فهیم کشاف ایټالیا کې د سفیر په توګه نه‌دی ټاکلی او هغه د ۱۳۹۹ کال قوس میاشت کې د افغانستان د سفارت لومړي سکرتر په توګه ګومارل شوی او د ۱۴۰۲ کال تر جدي میاشت پورې به د سفارت رسمي ډیپلومات په توګه دندې ته دوام ورکوي.»

د نړیوالو چارو کارپوهان اندېښنه ښيي او وايي، دا او ورته پېښې د افغانستان حیثیت او ان شتمني هم له ګواښ سره مخ کوي.

د نړیوالو چارو کارپوه محب‌الله شریف وايي، ترهغو چې اسلامي امارت په رسمیت پېژندل کېږي، باید په دې اړه نړیوالو سره خبرې وشي او د افغانستان حیثیت، شتمني او ډیپلوماټیک استازیتوب په اړه تدابیر ونیسي، څو د داسې پېښو مخنیوی وشي.

هغه وویل، د منل شویو نورمونو پربنسټ، بهر کې د سفارتونو له‌خوا د ډیپلوماټیکو اړیکو منل اړین دي، څو اړوند هېوادونو کې استازولۍ، شتمني او نورو څخه ساتنه وکړي.

د نړیوالو چارو بل کارپوه خپلواک ځاځی وایي، دا چې د افغانستان اوسنی نظام په رسمیت نه‌‌دی پېژندل شوی، نو سفارتونه هم په جمهوري نظام پورې تړاو لري او پخواني ډیپلوماټان دندې ته دوام ورکوي.

نوموړی اندېښنه ښيي چې نړیوال اسلامي امارت سره تعامل ته نه‌دي چمتو شوي او نه‌شي کولای بهر کې د سفارتونو ستونزې ته لاسرسی وکړي او ښايي نورو مواردو کې هم ورته پېښې تکرار شي او ځینې ډیپلوماټان له اوسنیو شرایطو ناوړه ګټه پورته کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو نوموړي زیاته کړه چې په کار ده د بهرنیو چارو وزارت نورو هېوادونو کې د افغانستان شتمنۍ څخه د ناوړه ګټې اخیستو په اړه نړیوالو سره خبرې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام