یو‌شمېر افغانان چې کلونه یې له بهرنیو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي چې له هېواده د دوی د وتلو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې او د وتلو له بهیر څخه پاتې دي.

دوی وايي، سره له دې چې په وار وار یې له اړونده چارواکو او بنسټونو سره اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو ځواکونو یو افغان همکار چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلام وطندار ته وايي: «نژدې لس کاله کېدل چې ناټو سره مې کار کاوه، د وتو بهیر په پیل سره ټولو هېوادونو وویل چې ژباړن او محلي کارکونکي ځان سره بیايي، خو څو ځلې په ډېرو ستونزو لاړو، لوړو چارواکو ته مو ایمیل هم وکړ، د کډوالۍ سازمان، خپله ناټو، سفارت او بهرنیو چارو وزارت ته مو عریضې واستولې، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.»

د وتلو له بهیر څخه پاتې افغانان وايي، هغه شمېر کسان چې وتوانېدل له افغانستان څخه ووځي، په شرایطو برابر نه وو، د اړیکو او همداراز د چارواکو د ملاتړ پر اساس په دې بهیر کې شامل شوي دي.

دوی د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، ژوند ته یې ګواښ متوجه دی او د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

د سیاسي چارو پوهان په دې باور دي چې د دولتونو د تمې خلاف، د طالبانو په لاس د کابل ناببره سقوط د دې لامل شو چې د وتلو بهیر په نامنظمه او چټکه توګه تر سره شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پر افغانستان د طالبانو له بشپړې واکمنۍ سره، د بهرنیو پوځیانو، د بهرنیو وګړو او په افغانستان کې د دوی د همکارانو د وتلو بهیر چټک شو او دا بهیر د روان میلادي کال د اګست میاشتې په وروستۍ پای ته ورسېد.

په دې موده کې له افغانستان څخه تر ۱۰۰زره ډېر کسان بهر ته ولیږدول شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام