د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال په دې وروستیو درېوو میاشتو کې د صنعت‌کارانو د لاسته‌راوړنو، ننګونو او وړاندیزونو د بیانولو ترڅنګ وویل چې په دغه موده کې د صنعتي فابریکو فعالیتونه ۴۰ سلنه راکم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د بانکي خدمتونو وړاندې کولو کې محدودیت او له هېواد څخه بهر د افغناستان د شتمنیو کنګلېدل، د ادارو د فعالیتونو کمېدل، وچکالي او د خامو موادو د پېرلو ظرفیت کمېدل لامل شوي چې دامهال یوازې ۶۰سلنه فابریکې فعالیت ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر له اسلامي امارت څخه غواړي چې د صنعت‌کارانو د ستونزې حل لپاره پر بانکونو فشار راوړي، څو هغوی ته له بانکونو څخه د پیسو ترلاسه کولو پروسه اسانه شي.

په ورته وخت کې صنعت‌کاران ګاونډیو هېوادونو ته د خامو توکو له قاچاق څخه اندېښنه ښيي او وايي، که د دغه کار مخه ونه نیول شي، افغانستان کې به پانګونه راکمه شي.

د افغناستان د وسپنې د اوبه کولو ټولنې مشر عبدالنصیر ریښتیا سلام‌وطندار ته وايي،«هیله لرو هغه درې غوښتنې چې موږ وړاندې کړي چې د قاچاق مخنیوی وکړي، د سون توکو ته اجازه ورکړي چې موږ يې راوړو، فابریکې خامو موادو ته ډېره اړتیا لري او په داخلي پروژو کې د کورنیو توکو څخه ګټه پورته شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د بېلا‌بېلو لاملونو له امله هېواد کې د یو‌شمېر فابریکو فعالیت ځنډول شوی او یا هم کم شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام