په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په راتلونکي ژمي کې د بې‌ځایه شویو، بې‌وزله او ناورین ځپلو کسانو له ناوړه وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له جي۲۰ هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي او د بشري مرستو د ورکړې په اړه دې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي.

په ورته مهال په بشري چارو  کې د ملګرو ملتونو استازي  د  جي۲۰ هېوادونو مشرانو ته د افغانستان د اقتصاد پاشل‌کېدو او  په راتلونکي ژمي کې له لوږې سره د دغه هېواد د نیمايي وګړو له ګواښ سره د مخ‌کېدو خبرداری ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یو‌شمېر کارپوهان په دې باور چې بشري مرستې او د افغانستان د شتمنیو ازادول، نشي کولای په افغانستان کې د انساني ناورین مخه ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی مصطفی علي‌زاده وايي چې له دغه ناورین څخه د وتلو لپاره باید په کور دننه پروګرام شتون ولري.

د هغه په خبره، اقتصادي نظام یوه دوام‌داره پروګرام ته اړتیا لري چې د یو لړ اصولو او معیارونو پر بنسټ باید خپل چلن وکړئ. هغه وايي، که چېرته د افغانستان کنګل شوې شتمني ازادې شي او په سم ځای کې ونه لګول شوي، دغه پیسې بیا باد راوړي او ښايي تازه واک ته د رسېدلو مشرانو او رهبرانو له لوري حیف او میل شي.

په ورته مهال د چارو یو بل شنونکی اکرم عارفي وايي، افغانستان ته د جي۲۰ او اروپايي هېوادونو پام راړول او له دغه هېواد سره د مرستو په اړه د هغوی د ژمنو عملي کېدل، د اوسني حکومت پراخو هڅو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، د سیاسي لارې باید هڅې وشي او طالبان باید د اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو غوښتنو ته غاړه کېږدي، ځکه طالبانو تراوسه داسې څه نه دي کړي چې د جي۲۰ هېوادونه دې د هغه پر بنسټ طالبانو ته کار وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه د سلام‌وطندار پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د جي۲۰ هېوادونو مخکینۍ غونډه چې د روان میلادي کال په ۱۲مه نېټه جوړه شوې وه، اروپايي ټولنې له افغانستان او هغو ګاونډیو هېوادونو سره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه چې افغان کډوال مني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام