د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران: له هېواده د اېستلو هڅه مو نه ده شوې

یو‌شمېر افغانان چې کلونه یې له بهرنیو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي چې له هېواده د دوی د وتلو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې او د وتلو له بهیر څخه پاتې دي. دوی وايي، سره له دې چې په وار وار یې له اړونده چارواکو او بنسټونو سره اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

غور ولایت کې ۹۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي احسان‌الله دغه ولایت کې د ۹۱ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وايي، ګڼ‌شمېر دغه مرکزونه د بودیجې نه‌شتون له امله اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.

داعش ډلې ننګرهار کې پر طالبانو د وروستیو چاودنو مسوولیت منلی

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو پر وړاندې د شویو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. طالبانو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، جلال اباد ښار کې په تېرو دوو ورځو کې پنځه چاودنې شوې دي.