د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو پر وړاندې د شویو  چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د رویټرز خبري اژانس د داعش ډلې پورې اړوند اعماق اژانس له قوله راپور ورکړی چې په دغه چاودنو کې طالبان په نښه شوي دي. داعش هم اعلان کړی چې د دغو چاودنو په پایله کې له ۳۵ ډېرو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

طالبانو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، جلال اباد ښار کې په تېرو دوو ورځو کې پنځه چاودنې شوې دي.

څلور چاودنې چې د شنبې پر ورځې شوې وې، ډېری یې د طالبانو رنجر موټر موخې ګرځولې وې. د دغو چاودنو په پایله کې ۳ کسان وژلي شوي وو او ۲۱ نور بیا ټپیان وو. ډېری قربانیان ملکیان دي.

همداراز بېګاه ماښام هم جلال اباد ښار کې یوې چاودنې د یوه ماشوم په ګډون ۳ملکیان وژلي دي.

وروسته له هغې چې داعش ډلې په افغانستان کې خپل موجودیت اعلان کړ، ننګرهار ولایت یې خپله پلازمېنه وټاکله. امریکايي ځواکونو په ننګرهار کې د خپل وروستي هوايي برید پرمهال ویلي وو چې پر کابل نړیوال هوايي ډګر د ځانمرګي برید طراح یې وژلی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل هوايي ډګر دروازې مخته ځانمرګی برید، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو او د هغوی د افغان همکارانو د اېستلو پرمهال وشو چې په دغه چاودنه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون نږدې ۲۰۰ کسان ووژل شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام