وال سټرېټ ژورنال نن راپور ورکړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې د پرونۍ چاودنو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، په وژل شویو کې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۹۰ افغانان شامل دي. په دې چاودنو کې نږدې ۱۶۰ کسان چې ۱۸ یې امریکایي سرتیري دي، ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې د امریکا سي‌ بي اس شبکې راپور ورکړی و چې په دې چاودونو کې ۹۰ کسان وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي. دغه چاودنې پرون هغه مهال وشوې چې ګڼ‌شمېر کسانو غوښتل د امریکا تر کنټرول لاندې تاسیساتو ته وردننه شي چې د وتلو بهیر یې له خنډ سره مخ کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې سره هم‌مهاله طالبانو ویلي چې دغه چاودنې هغه سیمه کې شوي چې د امریکایي ځواکونو له لوري یې امنیت خوندي کېده. طالبانو رویټرز ته ویلي چې د دې ډلې ۲۸غړي هم په پرونۍ چاودنه کې وژل شوي دي.

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې داعش ډلې د دغو چاودنو چې یو یې ځانمرګی برید وو، مسوولیت یې پرغاړه اخیستی دی.

د دغو چاودنو څخه وړاندې امریکا او بریټانیا پر کابل نړیوال هوايي ډګر د داعش ډلې د احتمالي برید خبرداری ورکړی وو.

له دغو چاودونو وروسته د امریکا د پوځ لوی درستیز فرانک کنټ مک‌کنزي وویل چې د نورو بریدونو احتمال شته، خو زیاته یې کړه چې د امریکایي اتباعو او افغانانو د اېستلو بهیر به دوام وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په یوې وینا کې د دغو بریدونو د عاملانو څخه د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی. هغه زیاته کړه: «مونږ یې نه بښو، مونږ یې له یاده نه باسو، مونږ تاسو څارو، څو د خپلو اعمالو سزا درکړو.»



دغو چاودنو له ځان سره  پراخ غبرګونونه هم لرلي دي. بهرنیو رهبرانو او نړیوالو څېرو د افغان مشرانو او طالبانو ترڅنګ دغه چاودنې غندلي دي.

 د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره د وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اروپايي کمېسیون رییسه اورزولا فون در لاین دغه چاودنې نا‌ځوانه او غیرانساني بللي او پر خپل ټویټرپاڼه یې غندلي او لیکلي یې دي: «په هوايي ډګر کې د خلکو د امنیت خونديتوب لپاره ټول اقدامات اړین دي.»

د اروپايي کمېسیون رییسې ویلي: «نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له نږدې همکاري وکړي، څو په افغانستان کې د ترهګرو د بیا راژوندي کېدو، مخه ونیول شي.»

په همدې حال کې د ناټو سازمان سرمنشي د دغو چاودنو په غندلو سره ویلي: «زمونږ لومړیتوب دا دی چې هر څه ژر امن سیمو ته ډېر کسان ولېږدوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو پربنسټ، له هغه راهیسې چې طالبانو پر کابل ولکه خپله کړې، له افغانستانه د امریکايي اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د اېستلو عملیات پیل شوي چې تراوسه نږدې ۹۵زره کسان د الوتکو له لارې له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه اېستل شوي دي.

په دې لړ کې ډېری هېوادونو له هغې ډلې کاناډا، هالنډ او ډنمارک خپلې الوتنې بندې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام